افغان ګوډاګی دولت لږ تر لږه مصنوعی مشروعيت هم تر لاسه نه کړ !
انجنير سيد عبدالقادر انجنير سيد عبدالقادر

                                                            ۱۶ ــــ ۱۱ ـــــ ۲۰۰۹

 

 

لمړي تر هر څه د مخه بايدپه لنډ ډول سره   ووايو چه   مشروعيت يعني څه !   اوبيا  کومو دولتونو ته په نړي کښي   مشروع دولتونه ويل کيدلايسي :  بايد ووايو هغه هيوادونه چه دخارجی يرغل لاندي راغلی وي ، دنړيوالو حقوقو له پلوه په داسي هيوادونو کښي مشروع دولتونه منځ ته نه سي راتلاي ۰ داځکه چه په دې هيوادونو کښي هر څه دپردو له هيلو سره سم مخ ته ځی ۰ او ولس خپله ريښتيني اراده نه سي څرګندولای ۰

ـــــ  مشروعيت :   عبارت دهغه حقوقی صلاحيت څخه دی ، چه داکثريت  خلګو درايو او ارادې  داخستلو په نتيجه کی يي يو دولت  تر لاسه کوي ۰ ولی دا تعريف دنړي داکثريت  مروجو دموکراټيکو دولتونومنعکس کونکی دی ۰ او هم  دسياسی او اجتماعي علومو پوهانو مشروع دولتونه پر درو برخو باندي تقسيم کړي دي :

لمړي ــــ   هغه خارالعاده شخصيت چه دخلګو ملاتړد بي ساري احساساتو له لاري   تر لاسه او ددولت په راس کي قرار ونيسي ۰

 دوهم   ــــ هغه دولتونه  چه په عنعنوي ياسنتي ډول يي  دخلګو باور تر لاسه او مشروع بلل سوي دي ۰

دريم    ــــ هغه دولتونه چه په ډموکراټيک شکل يي   داکثريت خلګو  درايو داخستلو په نتيجه کي مشروعيت تر لاسه کړي وي  ۰

 بايد وويل سي چه  دادريم ډول دولتونه که په ريښتيني توګه بي له درغليو څخه داکثريت خلګو رايه تر لاسه کړي ، دخلګو دريښتيني ارادي منعکس کوونکي دی ۰ چه دا دولتونه  نظر ونورو دولتونو ته ډير ه دموکراتيکه بڼه لري  ۰

 ولي بايد ووايو مشروعيت يو ثابت مفهوم هم نه دی ۰ دا ځکه چه په لمړي قدم کښي ځيني دولتونه کيدلايسي دخلګو درايو ورکولو په نتيجه کي مشروعيت تر لاسه کړي ۰ ولي وروسته د هغوپلانونو  څخه  چه د ټولټاکنودتبليغاتي کمپاين پر وخت يي د هغو په نتيجه کښي  دخلګو راي تر لاسه کړي انحراف وکړي ، نو دخلګو باور او اعتماد لاسه ورکوي نو په دي صورت کي بيا دا دولت يو غير مشروع دولت بلل کيدلايسي ۰که په دغو هيوادونو کي ډموکراسي موجوده وي نو خلک کولايسي دبيا ټولټاکنو غوښتنه و کړي ۰ او که يي په هيواد کښي يي  ډموکراسي موجوده  نه وي ،نو بيادادولت تر خپل ټاکلي وخت تر ختميدو پوری  دبرچي په زور خپل حاکميت پر ولس باندي تحميلوي   ۰

اوس به وګورو چه په افغانستان کي دامريکا تر رهبري لاندي دغربی نړي ديرغل په شتون کښي ددوي په اصطلاح داسد د۲۹ می  نيټي   ټولټاکني په څه ډول مخ ته ولاړي ، او په نتيجه کښي يي څنګه دولت په وجود راغلي دي ، او  دولس په وړاندي دمشروعيت  قابليت لر ي او که نه ؟

 

هغه لويه سياسي لوبه چه دافغان ټولټاکنوتر نامه لاندي   دامريکا په  رهبرۍ  غربي نړي دخپلوولسونو  او په ځانګړي توګه دافغان ولس دتير وتلو له پاره داسد پر ۲۹ تمه نيټه شروع کړي وه ،  دعقرب پر لسمه  يي په داسي حال کي پای ته ورسول ،   چه دافغان دنوي  ګوډاګي دولت مشر تابه ته يي  دټولټا کنود  دوهم پړاو مصنوعي مشروعيت  هم ور  په برخه نه کړ ۰  

ګر چه داسي معلوميدل چه  امريکا او غربي نړي غوښتل چه په افغانستان کښي دخپلو پلانونو سره سم داسي ټولټاکني  دخپلي برچي او اقتصادی  زور باندي   تر سره کړي  ،چه په يوه ټک دوه هدفه وولي ۰هغه داچه لمړي ونړيوالو او په ځانګړي توګه خپلو ولسونو ته ښکاره کړي ، چه موږ پس له اتو کلونو جګړي څخه په افغانستان کي  د داسي يوي  نوي غربي ډموکراسي ورقي اړه  وو  ، چه په منطقه کښی يي بيلګه وجود نه لري ۰ ولي دا مريکا ،  اروپايي او دمنطقی هيوادونو دګټو پر سر دنه جوړ جاړي  په نتيجه کښی ، دې مصنوعي ټولټاکنوداسي   يوه لويه نړيواله رسوايي او بي اعتباري دامريکا او نوری غربي نړي په برخه کړل ، چه تلافي به يي ددوي وخارجي سياست ته دامکانه څخه ليري خبره وي  ۰ دوهم هدف يي  ديوه داسي  دولت رامنځ ته کول  وه  چه د ولس په منځ کي د هيڅ نوع اتوريطي او حيسيت  لرونکي نه وي ،چه داهدف يي په پوره شکل  سره  تر لاسه کړ ۰  

 بايد ووايو چه  دټولټاکنو دوهم پړاوته پيږ ندل سوي  دواړه کانديدان  دپردو تر مستقيمي لارښووني او حمايه لاندي مخ ته تلل ، ولي دپردو دجوړ جاړي په نتيجه کي يوه کانديد دخپلو اعترا ضونوپه کولو او مخ ته دنور تګ سره سره  دعقرب پر ۹مه  دټولټاکنو په دوهم پړاوکښي دګډون څخه صرف نظر وکړ ۰ او    افغانانو ته په ناڅاپي ډول دجمعي رسنيو له لاري  دانتخاباتو دکميسون دريس له خواه څخه دعقرب پر لسمه   ښاغلي کرزي  داساسي قانون د۱۵۶ مادی او دټاکنو دقانون  د ۴۹ مادی پراساس دانتخاباتو ګټونکي اعلان  سو، او زياته يي کړله چه دټاکنو په دوهم پړاو  کي دډير لګښت او ددې پروسي داوږد والي دمخنيوي په موخه يي حامد کرزي ددوهم پړاوله پاره دافغانستان ولس مشر وټاکي   ۰ اوس به وګورو چه په ۱۵۶ ماده کی په دې هکله څه راغلی دی ۰

د اساسي قانون ١٥٦ ماده وايي :((د هر ډول انتخاباتو د څارنې او ادارې او په هېواد کې د خلکو عمومي رايو ته د مراجعې لپاره د انتخاباتو مستقل کمېسيون د قانون له حکمونو سره سم جوړېږي .))

په داسي حال کي چه دانتخاباتو دکميسون دريس څرګندوني داساسي قانون او دټاکنو دقانون  څخه په ښکاره ډول سر لغړ ونه ده  ۰ دا ځکه چه  په اساسي قانون او دټاکنو په قانون  کښي هيڅ داسي څه نه په سترګو کيږي چه هغه دی دلالت پر دې وکړي چه په نتيجه کي دي ښاغلي  حامد کرزي  دانتخاباتو ګټونکي اعلان کړي ۰ ولي  په اساسي قانون او دټولټاکنو په قانون  کي داسي هم  څه نه دي ‌ذکر سوي ، چه دوهم پړاو ته درسيدو پر لاره که يو کانديد  دخپلي کانديد توري څخه صر ف نظر او يا ټولټاکني تحريم کړي ، نو دابل کانديد دټولټاکنو ګټونکي بلل کيدلايسي ۰چه دا خپله ددوي   دجوړ کړي اساسي قانون  او دټولټاکنو دقانون لويه خلا ده ، چه ددې خلا ډکه ول نه يوازي  دانتخاباتو دکميسون بلکه  دستري محکمی دصلاحيت څخه  هم   لوړه خبره ده ۰ چه  صرف لويه جرګه کولايسي  داسي ستونځي په اساسي قانون کښي  هواری او لاره خلاصه  کړی ۰ ځکه نو دانتخاباتو دکميسون وياند دعقرب دلسمي نيټي  دآريانا دټلويزيون ګردي ميز ته هم  حاظر نه سوو، چه په دې هکله توضيحات ورکړي ۰  اوس به په دې مصنوعي ټولټاکنو کښي دخلګو دګډون په هکله دانتخاباتو دکميسون کړونواو څرګندونو ته نظر واچوو،او بايد ووايو:  چه دانتخاباتو دکميسون دڅرګندونو  په حواله ۱۵ ميليونو خلګو ته دټولټاکنوکارتونه ويشل شوي وه ، ولي وروسته بياد دوي دڅرګندونو پر اساس  دشپږو ميليونو په حدودو کښي خلګو اشتراک وکړ ۰ چه وروسته دشکاياتو دکميسون تر څيړني او کنترول وروسته نيژ دې   يو ميليون او ۳۰۰ زره درايو تقلبي  کارتونه  دمحترم کرزي اوډاکټر عبدالله عبدالله دصندقونو څخه بيرته  ليري  شول ، ځکه چه  درغلي پکښی سوي وه  ۰ نو پر دې اساس تقريبآ ۳۴ فيصده خلګوپه دې ټولټاکنو کښي  اشتراک کړي وو ۰   نو په دی صورت کښي هيڅ داسي يو ملي او بين المللی نورم وجود نه لري ، چه د خلګو دلوي اکثريت په نه ګډون کښي دي دا ټولټاکني مشروع وبلل سي ۰ ځکه نو دا ټولټاکني  په هيڅ صورت سره  دمصنوعي مشروعيت لرونکی هم نه سي بلل کيدلای ۰ بايدلمړي  هغه تقلبکاره انسانان چه ددواړو کانديدانو ـــــ محترم   کرزي ، ډاکټر عبدالله عبدالله   له پاره يی  په بي ساري ډول درغلي کړي وه ، څارنوالی او محکمی ته معرفی سوی او ټولو هغو کسانو ته چه په دې ټولټاکنو کښي يي  وړو کومامورينو ته  ددرغليو دکولو دپاره يي لارښوونه کړي وه ،ملت ته معرفي سوي او دجرم سره سمي جزاوي ورکول سوي واي ۰ ځکه ځيني کسان يي  دولس په مقابل کي په واقعيت سره  دملي خيانت مرتکبين وه ۰ولي متاسفانه چارواکو دافغان ولس دتير وتلو له پاره يواځي يو  څو وړوکو مامورينوته   هغه هم  بيله کوم تحقيقه  دوظيفي څخه يي دليري کولود جزااعلان  وکړ ۰ داځکه که يي په قانوني ډول تحقيقات ځني کړي واي ،نو د ډيرو لوړ پوړو چارواکولاسونه او پښي به  پکښي بند ي  سوي واي ۰ ولي دبرچی په زور هغوي نجات پيداکړ ۰   اومحترم کرزی هم په يوه خبري ناسته کي دلمړي پړاو ټولټاکني ددرغليو له کبله يي  مشرو عيت تر پوښتني لاندي وبلی ۰ نوټولټاکنوکميسون  بايدد ټولټاکنو دقانون د۵۸ مادی سره سم دټولټاکنودغه ښکاره او بي ساري درغلي تر عدلي تحقيق لاندي نيولي واي ۰ «   دټولټاکنو دقانون ۵۸ ماده دليکني په آخره کښي مطالعه کړي »     اوبيايي داساسي   قانون او ټولټاکنو دقانون   سره سمي ټولټاکني تر سره کړي واي ۰  ولي متاسفانه دټولټاکنو کميسون  بيا هم ددي ټولو ناخوالو سره سره  لمړي دوه نفره دټولټاکنو دوهم پړاو ته معرفي کړل ۰ چه داخپله دټولټاکنو دکميسون لويه جفا او تير وتنه  ده چه دولس په مقابل کښي يي تر سره کړل ۰ چه ددوي دا غير قانوني عمل هم تر عدلي پوښتني لاندي راتلايسي ۰  اوس نو داسي سوال رامنځ ته کيږي ، چه ولی دا دغرب تر مستقيمی نظامی او اقتصادی حمايي لاندی ټولټاکنی په داسي يوه لويه ددرغليو څخه ډکه رسوايي باندی واوښتلي ؟داسي    معلوميږي  چه  پايلي به يي هم ډير ي بدي ناخوالي  دځانه سره ولري ۰

 

بايد ووايو چه دامريکا تر رهبري لاندي دغربی ټولني دې سياسی لوبي مختليفی پوښتني دافغان سياسي کارپوهانو او په مجموع کښي دټولو افغانانو په منځ کښي  راپيداکړي دي  ۰ هغه داچه :                                                                                                                                                      ــــ ولی د امريکا تر رهبري لاندي غربي ټولني کرزي دټولټاکنو دوهم پړاو ته ور پوري وا هه ،هدف يي په دې کي څه وو ؟

   که يي  مقصد په دې ټولټاکنو کښي دډموکراسي تمثيل او مشروعيت  و و ، نو دالوبه يي بايد تر آخره رسولي واي ۰ او بيا به يي کرزي ګټونکي اعلان کړي واي ۰ دا ځکه چه تقريبآ   ټول صندوقان ددوي داستازو تر مستقيمي  څارني لاندي ډکيدل او هم بيا وروسته شميرل کيدل ۰

 

بله  اساسي پوښتنه داده ، ولی دامريکا تر رهبري لاندي غربي نړي  خپل داتو کالو وفاداره  ملګري محترم کرزي يي  ،په غير مستقيم ډول دخپل ولس په منځ کي د سياسي پلوه  دونه وټکاوه چه لږ تر لږه يي حتی دمصنوعي مشر وعيت  ارزش  هم ور پري نه ښودي ؟

ځيني افغاني روشنفکران داسي فکر کوي چه دغربي نړۍ دا ګذار  شايد دمحترم کرزي دځينو هغو  حرکاتو نتيجه هم وي ، کوم وخت چه په امريکا کي ددموکراټانو په راتګ سره ددوي  مناسباتو کړکيچنه بڼه ونيول ،اوبيا  ده  خپله راتلونکي  په خطر کي وليدله ۰ نوپه ناڅاپه  ډول يي وروسيي ته لاس ور اوږد کړ ۰او غوښتل يي چه يو چال مخ ته ولاړ سي  ۰ چه په نتيجه کي يي  نن  دي دداسي يو دولت په راس کي ودراوه چه  دهيڅ نوع حتی مصنوعی مشرو عيت لرونکي هم  نه دي ۰  اودمحترم کرزي  لاسونه اوپښې يي ددې ټولټاکنو په ‌زريعه  داسي ور وتړل ،  چه په راتلونکي وختونو کي بيا دي ونه کړايسي چه يو او بل طرف ته لاسونه اوږده اويا ددوي دارادې  څخه ليري څرګندوني و  کړي ۰ او محترم کرزي دا لوي بار  دخپلي چوکي سره دميني او دخپلي ډلي دنورو مادي ګټو دلاس ته راوړلو او ساتلو له پاره بيا هم په ډيره خوشحالي ولي  دنه مشروعيت سره سره   قبول کړ ي ۰

او هم بايد ووايو چه په هيواد کښي د۸ کالويرغلي بهير يعني  ( بشري او اقتصادي جنايات )  او دپورتنيوواقعيتونو سره سره  بيا هم متاسفانه  ځيني افغاني روشنفکران دسالم سياسي تعقل څخه ليري دغربی نړی دا ښکاره  يرغل يو نړيوال دوستانه کومک بولي ، چه دداسي يوه نظر درلودل  خپله دافغان ولس دملي ګټو پرضد ښکاره سياسي دريځ دي ، چه داسي کسان به  په راتلونکي وختونو کي  دافغان ولس او تاريخ له محکوميت څخه   ليري پاته   نه سي ۰

او هم په دې لويه سياسي لوبه کي   افغاني  سياسي  ګوندونو، ددې مصنوعي  ټولټاکنو سره دپلوي ، ياچپتيا اومحافظه کاري لاره  ځانته غوره کړي  وه ۰ چه دا خپله دافغانستان په اوسنيو  سياسي شرايطو کښي يوه لويه سياسي تيروتنه او جفا بلل کيدلايسي ۰ځکه نو سوال دادي چه :  ايا ستاسو په نظرد دغي  لوي سياسي لوبي په نتيجه کي چه دا دولت په وجودراغلي ، دافغان ولس دملي ګټو په نظر کي نيولو سره دکوم مشروعيت خاوند بلل کيدلايسي ؟

ولی ښه به دا واي چه ټولو افغان ملی ګټو ته وفاداره ګوندونو ،  اجتماعي  ټولونو او مستقلو افغاني کار پوهانو  ددې لوي غربي لوبي په مقابل کي دامکان په صورت کي تر يوه بيرغ لاندي  يا جلاجلا  داسي يو ملي دريځ نيولي واي ، چه دهغه په  نتيجه کښي په  مملکت کښي ددې مصنوعي ټولټاکنو پر ځاي دافغانستان ددې لوي لانجي  دسياسي حل دپاره په ګډتفاهم سره داسي يو ميکانيزم  جوړ کړي،او نړيوالوته يي  وړاندي کړي واي ۰ چه په دې عمل سره به دوي دخپل ولس په سنګر کي دريدلي واي ۰ اودنړي او منطقي دسياسي او اقتصادي شرايطو څخه هم   داسي معلو ميږي چه که اوس هم په يوه ګډ تفاهم سره دسياسي حل تر شعار لاندي خپله مبارزه پيل کړي ،   ډير ژربه دولس په ګټه   دخپلي دغي پاکي مبارزي  نتيجه ترلاسه کړي  ۰ او ددوي ددغه  ميکانيزم  دتطبيق  په نتيجه کي به  نه يواځي   په مملکت کښي دآرامي او ثبات سيوري راسي  ۰بلکه دمنطقي  په هيوادونو کښي به هم دصلح بيرغونه و  رپيږ ي  ،او نړيوال يرغلي ځواکونه  به هم وخپلو اصلي ځايونو ته  تللي  ولاړسي ۰                                                                                                                                      

                                                                                                                                    تمت باالخير 

 

 

ماده پنجاه و هشتم :   (  قانون انتخابات )

 (1) شخصی که درجريان مبارزات انتخاباتی ويا در انتخابات مرتکب يکی از اعمال زير شود ، طبق احکام قانون مورد تعقيب عدلی قرار می گيرد :

 - 1تهديد يا تخويف رای دهنده و نامزد يا اخلال در امر انتخابات.

 - 2ممانعت از حضور رای دهندگان ، نامزدان و يا نمايندگان نامزدان در مراکز رای دهی بدون دليل موجه.

 - 3تقلب يا فريب کاری د ر رای دهی يا شمارش آراء .

 - 4رای دهی يا کارت تقلبی يا کارت شخص ديگر.

 - 5تغير ، تبديل ، سرقت ويا محو اسناد انتخاباتی .

 - 6جعل کارت های رای دهی .

 - 7فريب کاری در کارت رای دهی .

 - 8استعمال کارت رای دهی جعلی .

 - 9مبادرت به رای دهی بيش از يکبار .

 - 10باز کردن ويا شکستن قفل محل نگهداری لوازم واسباب، وهمچنان لاک ومهر صندوق های رای دهی ، بدون صلاحيت .

 - 11جلو گيری از اشتراک رای دهند گان يا نامزدان در پروسه انتخابات .

 - 12استفاده از پولی که ازراه های غير قانونی ويا منابع خارجی بدست آمده باشد .

 - 13استعمال کلمات يا سخنرانی توهين آميز .

 - 14تشویق و تحريک سايری اشخاص به ارتکاب يکی از اعمال فوق .

 (2) هرگاه کميسيون مستقل انتخابات تشخيص دهد که حزب ويا نامزد مستقل ، مرتکب تخطی های انتخاباتی را رهنمايی يا پشتيبانی نموده ، در آنصورت می تواند تحريمی را برآن حزب يا نامزد وضع کند .

 (3) درصورتی که کميسيون مستقل انتخابات تشخيص دهد که تخطی از احکام اين قانون صورت گرفته ، صورت تخطی را با دلايل موجه به مراجع ذيربط قانونی و يا دادستانی راجع ميسازد.

 

 


November 23rd, 2009


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات